امنیت

په پکتيا کې د يوي کورنۍ درې تنه غړي شهيدان شول .

کابل باختر د زمري دولسمه :
دپکتيا ولايت په مرکزګرديزښارکې تيره شپه د وسله والو طالبانو د راکټي بريدونو له امله ديوې کورنۍ درې تنه غړي شهيدان شول .
دپکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول محمدعظيم باختراژانس ته وويل: وسله والو طالبانو دګرديز ښار له لوړو ساحو څخه داستوګنې په سيمو د موزائيلو دوه توغندي وتوغول چې په يوه کور ديوه توغول شوي توغندي  دلګيدلو له امله ديوه کورنۍ درې تنه غړي شهيدان شول .
ديوبل خبر له مخې: دګرديز ښار د ده بالا دسيمې  په واټ کې په يو ښخ کړى شوى ماين  دکرولا موټر  دختلو له امله څلور تنه سپرلۍ يې ټپيانې شوې.
  دپکتيا ولايت د روغتون سرطبيب  ډاکتر حياګل  پاکطين باختراژانس ته وويل: ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى چې د درملنې په مقصد کابل ته وليږدول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته