امنیت

د اردو دځواکونو په پوستې د طالبانو بريد ناکام شو.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
دجوزجان دقوش تپې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو او دجګړه مارو طالبانو ترمنځ ونښته چې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالمنان رووفي دباختر آژانس خبريال ته وويل :- دغه جګړه تيره شپه د قوش تپې ولسوالۍ په مربوطاتو دتراغ لي په ساحه کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو په ساحه کې دملي اردو په ځواکونو دبريد نيت درلود چې د اردو د سرتيرو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
رووفي زياته کړه :-چې ددغې پيښې په بهير کې د اردو يو سرتيرى شهيد شو او يو تن ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته