سیاست

تبصــره

 کابل باختردزمري دمياشتي١٣نيټه :
د سولې په بهير تمرکز د خلکو د ارادې په تحقق تمرکز دى، خو د جګړې په ډګرونو کې د دښمن ماتې ته پاملرنه، د سولې بهير پياوړى کوي.
د باختر آژانس سياسي مبصر ليکي:
ډار اچوونکي د ناوړو بشري او اسلامي ضد جنايتونو په ترسره کولو سره غواړي يو ځل بيا نړيوالو ته ثابته کړي چې د وحشت او بربريت او د بېګناه خلکو د وژلو په ترسره کولوکې د تاريخ د جنايتکارانو سر لارې دي او د هيڅ راز اسلامي، انساني او بشري ارزښت پروا نه لري.
د پکتيا ولايت د امام زمان په جومات کې پر لمونځ کوونکو د ډار اچوونکو وروستى بريد د  ډار اچوونکو د جنايتونو يوه بله نمونه وه چې ترسره يې کړه .
په باور سره کولاى شو ووايو چې د ډار اچوونکو دښمني په مطلق ډول له خلکو سره ده، له دې پرته په کوم اسلامي او انساني توجيه سره پرلمونځ کوونکو بريد کيږي؟
هغوی د رب العزت درګاه ته سرونه په سجده ايښي وو او د لمانځه له ادا کولو وروسته غوښتل خپلو کورونو ته لاړ شي چې د وخت تور زړې په هغوى بريد کوي او يو زيات شمېر په ډزو سره او يو شمېر نور په ځانمرګي بريد سره ټپيان او شهيدانوي.
دا پرلمونځ کوونکو او مقدسه اماکنو لومړنى ډار اچوونکی بريد نه دى او ښايي  وروستى هم نه وي، خو بايد متوجه و اوسو او پرې نږدو چې دښمن په دغه شان بشري ضد جنايتونو سره په هېواد کې د مذهبونو د پيروانو ترمنځ واټن رامنځته کړي. دا سمه ده چې د افغانستان خلک به د دښمن د دغه شان تزوير او ترفند ښکار نه شي، د هغوى يو والي او پيوستون ته زيان نه رسيږي. خو يو والى او پيوستون هم لارښود غواړي په داسې شرايطوکې چې خلک له ډول ډول ټولنيزو ستونزوسره لاس او ګريوان دي او مکار دښمن او د هغه پلويان د قومي، مذهبي او ژبني نفاق د زړي په کرلو سره هلې ځلې کوي، بايد په ناپوهۍ سره د دښمن د لاس آله ونه ګرځوو او د دښمن ژرندې ته اوبه وانچوو.
په هر صورت بايد په خلکو د دښمن د بريدونو مخه ونيول شي او دښمن له پخوا زيات د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د نړيوال اتحاد د ځواکونو تر ګوزارونو لاندې ونيول شي او داسې وځپل شي چې نور د دغه شان بريدونو د ترسره کولو فرصت او ځواک له لاسه ورکړي.
په دې صورت کې کولاى شوو د سولې د بهير په تمه و اوسو، ځکه د سولې په بهير تمرکز د خلکو په ارادې تمرکز دى او د نه پخلا کيدونکي دښمن په ځپلو تمرکز د سولې بهير ګړندى کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته