ټولنه

په بغلان کې د راستنو شويومهاجرينو ستونزې

کابل باختر د وږي  لسمه :
له بهرڅخه دبغلان ولايت ته راستانه شوي مهاجرين له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي .
دغه راستانه شوي کسان د استوګنځي د نه لرلو، نا امنۍ او وزګارتيا په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي .
په پلخمري ښارکې داسې راستنې شوې کورنۍ پيژنو چې په پلخمرې ښارکې د استوګنځي د نه لرلو له امله د حضرت امام جعفر صادق د جامع جومات په انګړ کې  شپې سبا کوي او د ژوندانه ټول لوازم اومالونه يې په پرانستې فضا کې دي.
دغه کورنۍ په وروستيو وختوکې له پاکستان څخه راستنې شوې او د خپل مهاجرت له  دوران څخه يې ترخې او ټګان  ورکوونکې کيسې له ځان سره راوړې دي چې هر احساس لرونکى او اوريدونکى انديښمن کوي .
محمد مراد چې له خپلې کورنۍ سره په دې وروستيو وختوکې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستون شوى دى؛ مورنۍ غيږ ته د راستنيدو له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې داستوګنځي د نه لرلو ، وزګارتيا او نا امنيو په ګډون دخپلو ستونزو او دغه راز د راستنو شويو کورنيو ستونزو ته د نه پاملرنې په کار کې د بغلان ولايت دمهاجرينو  د راستنولو د چارو رياست په ګډون ددغه ولايت د اړوندو مقاماتو د نه پاملرنې له امله سر ټکوي .
دوى وايي: له مهاجرت څخه له راستنيدو وروسته د اتو ورځو له تيريدو سره سره له بده مرغه تر اوسه پورې هيڅ رسمي او غير رسمي ادارې له موږ سره مرسته نه ده کړې او په پرانستې  فضا کې شپې سبا کوو. دا په داسي حال کې ده چې هوا د هرې ورځې په تيريدو سړيږي او زموږ ستونزې لاپسې  زياتيږي .
دى له دولت څخه غواړي چې دخپلې کورنۍ د استوګنې  په مقصد مشخص ځاى په واک کې ورکړى شي چې خپل مالونه دغه ځاى ته وليږدوي؛ که چيرې يوه خيمه هم وي .
د بغلان ولايت د مهاجرينو د راستنولو دچارو رييس محمدنعيم کاکړ د باخترآژانس خبريال ته وويل: تر اوسه پورې د يوزرو پنځه سوه  دوو تنو په ګډون  درې سوه پنځه ويشت کورنۍ له پاکستان څخه بغلان ته راستنې  شوې دي، خو  دغه اداره له دغو کسانو سره د مرستې لپاره لازم امکانات په واک کې نه لري. خو په پام کې لرو چې له دقيقې سروې وروسته د مرستندويو موسسو په همکارۍ په دوى لازمې مرستې وويشو .
ده له راستنو شويو مهاجرينو سره د مرستې په موخه د دغې ادارې يواځنۍ ستونزه د غاصبانو او زبرځواکو له خوا د مهاجرينو د ښارګوټو غصب وباله اوزياته يې کړه: د دغو ستونزو په باب مو څو ځلې له اړوندو مقاماتو سره خبرې کړې دي؛ خو د حل لاره مو نه ده پيدا کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته