سیاست

دملي امنیت سلاکار په کابل کې د آلمان له سرپرست سفیر سره ولیدل

کابل باختر دزمري دمياشتې ٦ مه :
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر پرون د پنچشنبې پر ورځ، په کابل کې د آلمان هېواد له سرپرست سفیر ښاغلي توماس پیټر سره پر سیاسي        او ډیپلوماتيکو اړیکو خبرې وکړې.
دملي امنيت دشورا مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د لیدنې په سر کې د آلمان هېواد سرپرست سفیر د افغانستان خلکو او دولت ته د وروستۍ خونړۍ تروریستي پیښې له امله، چې دکانونو او پطرولیم وزارت کارکوونکي پکې شهیدان شول، د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.
ښاغلي توماس پیټر د افغانستان له حکومت څخه مننه وکړه، چې
د کابل ښار د امنیتي پلان په چوکاټ کې یې، د ډیپلوماتیکو سیمو    
د امنیت د ټیګښت لپاره ځانګړي تدابیر په پلان کې نیولي.
ښاغلي پیټر وویل،چې د آلمان دخلکو لپاره افغانستان ډیراهمیت لري له همدې امله لیوال دي ترڅو له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د افغانستان د اقتصادي او امنیتي سکتوردپرمختګ په موخه دآلمان ددولت اوخلکو له همکاریو څخه مننه وکړه او د ناټو په چوکاټ کې یې د آلماني سرتیرو د روزنې او سلا مشورې ماموریت مهم و باله.
ښاغلي اتمر وویل، چې په افغانستان کې میشت ډیپلوماتان د افغانانو قدرمن میلمانه دي او د دوی امنیت او خوندیتوب یې د افغان حکومت مسوولیت وباله. ده  وویل، چې دافغانستان امنیتي ځواکونو به دډیپلوماتانو دامنیت او خوندیتوب په موخه هیڅ ډول هلې ځلې دریغ نه کړي.
دواړو لورو د دولتونو په کچه د همکاریو د دوام او پراختیا تر څنګ پر یو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته