امنیت

دتروريستي بريدونو يوه اووه کسيزه شبکه په قندهار ښار کې ونيول شوه .

کابل باختر د تلي ديرشمه :
دتروريستي  بريدونو يوه اووه کسيزه  شبکه پرون  دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا په قندهار کې ونيول شوه.
دملي امنيت دلوى رياست   مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دطالبانودتروريستي ډلې ديوې اووه کسيزې  شبکې سرګروپ مجيب الله له شپږو تنو افرادو سره يې چې دقندهار ښار  په مربوطاتو کې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو او دمخورو کسانو ، عالمانو او دقومي مشرانو په ترور بوخت و ، نيولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته