امنیت

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې نښتې .

کابل باختر د لړم اوومه :
دقندهار ولايت يوځل بيا دافغانستان او پاکستان دپولو دساتوونکو ترمنځ دسختو نښتو ډګر و.
  دغه جګړې پرون مازيګر دسپين بولدک  په ولسوالۍ کې ونښتې
دافغانستان پوځي مقامات وايي چې جګړې له هغه وروسته ونښتي چې دپاکستان سرحدي مامورينو دافغانستان په پوستو په ډزو سره ددې سبب شول چې په وسله والو طالبانو دافغان سرتيرو له خوا بريدونه وشي .
دغو نښتو يونيم ساعت دوام وکړ او په بهير کې يې دواړو لورو سپکو او درندو جنګي وسايلو څخه استفاده وکړه
دغه راز دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې افغان سرحدي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
ده وويل: افغان سرحدي مامورينو غوښتل چې دډيورند کرښې ته  څيرمه په امروت کلي بريد وکړي چې دپاکستاني پوځيانو له غبرګون  سره مخامخ شول
تراوسه پورې  پاکستاني مقاماتو ددغو نښتو او له دې امله  ددغه هېواد پوځيانو ته دسرداوښتو احتمالي زيانونوپه باب څه نه دي ويلي .
دافغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سيمو کې کله ناکله  ډزې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته