سیاست

د جمهور ريیس غني د بیاانتخابېدو په مناسبت د قرغزستان د جمهور ريیس د مبارکۍ پیغام

کابل د وري ٦ مه باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني ته د جمهور ريیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت، د قرغزستان د جمهور ريیس سورونبای جیین بیکوف له لوري د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
د قرغزستان د جمهور ريیس د مبارکۍ په پیغام کې لیکل شوي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس په توګه د دویم ځل لپاره د انتخابېدو له امله جمهور ريیس غني، دولت او د افغانستان شریفو خلکو ته مبارکي وایم.»
ښاغلي بیکوف د دواړو هېوادونو نېکو اړیکو ته په اشارې ویلي، هیله لرم په راتلونکې کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د دواړو هېوادونو د ګټو پر اساس په ټولو خواو کې د لا زیاتو ژورو اړیکو شاهدان واوسو.
د مبارکۍ د دې پیغام په پای کې راغلي: «تاسو جلالتماب ته د روغتیا، نېکبختۍ، بریالیتوب او همدا راز د افغانستان شریفو خلکو ته د سولې او هوساینې دعا کوم.»
پاىج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته