امنیت

وسله والو طالبانو د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ په لاره کې پنځه ويشت تنه مسافران وتښتول.

-کابلباختر د غبرګولي د مياشتې١٣
وسله والو طالبانو دسر پل ولايت د سانچارک ولسوالۍ په لاره کې پنځه ويشت تنه مسافران وتښتول.
ير غلګر پرون ناوخته د سر پل – سانچارک په لويه لاره کې دوه فلانکوچ موټرونه ودرول اوڅه نا څه پنځه ويشت تنه سپرلۍ يې له ځانه سره بوتلې.
دسر پل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند علي اکبر اندرابي د باختر آژانس له خبر يال سره په اړيکه کې د وسله والو طالبانوله خوا دپنځه ويشتو تنو سپرليو تښتول تائيد کړل او ويې ويل چې د ير غلګرو  له منګولو څخه ددغو کسانو د ژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري.
په همدې حال کې ويل کيږي چې د سيمې اوسيدونکي په دې لټه کې دي چې له تښتوونکو سره دخبرو له لارې ددغو سپرليو د خلاصون لپاره زمينه برابره کړي.
دافغانستان په ځينو لويو لارو او واټونو کې د مسافرانو دسپرلۍ په کاروانونو د طالبانو بريدونو زور اخيستى دى.
وړمه ورځ په يوه ورته پيښه کې ير غلګر و دکندز ولايت په مربوطاتو کې څه ناڅه درې سوه تنه  مسافران وتښتول او کابو شپاړلس تنه يې په ډزو سره ووژل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته