سیاست

جمهوررئیس غني دافغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي ښاغلي اوین جنکنیز سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو، سیمه ییزو مسایلو او همداراز د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د نوي ستراتیژۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د حکومت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب، په تېرو کلونوکې له افغانستان سره  د برتانیا د همکاریو قدرداني وکړه
د افغانستان او پاکستان لپاره د برتاینا ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ له افغانستان سره د برتانیا د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته