ټولنه

په پنجشير ولايت کې ددوه ورځني روزنيز ورکشاپ جوړول .

کابل باختر  دزمري ١١:
په پنجشير ولايت کې نن دولايتي شوراګانو دڅارنې  دڅرنګوالي دمقررې  ترعنوان لاندې روزنيزورکشاپ  جوړشو .
دپنجشير والي انجنير کمال الدين نظامي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ورکشاپ  دجوړولو موخه دولايتي شوراګانو دڅارنې دمقررې معرفي کول چې په دې وروستيو وختو کې  دجمهوري رياست له خوا په رسمي جريده کې چاپ شوې ده دغه راز دپنجشير دولايتي شورا رييس عبدالکريم عباسي  وايي ددولتي ادارو دڅارنې دڅرنګوالي  ، ډول ډول  پلان جوړول  او داتباعو داساسي حقوقو له دې جملې مواردو  څخه دي چې په دې دوه ورځني  ورکشاپ کې پرې خبرې کيږي او مسوولينو ته لوست ورکول کيږي .
ده وويل په دغه ورکشاپ  کې چې پنځوس تنه مسوولين پکې ګډون لري  عدلي ، قضايي او امنيتي برخې شاملې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته