امنیت

خبرتیا

کابل باختر د لړم د مياشتې ٦مه
دملى دفاع وزارت خبرتیا
د ملي دفاع وزارت دافسري کدرونو د جذبولو په موخه د هیواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو فارغان د هندوستان هیواد د (IMA ) اکادمۍ ته د نظامي زده کړي لپاره لیږي.
هغه نارینه ځوانان چې په یاده اکادمۍ کې د شاملیدو غوښتنه لري، کولای شي  چې د نوم لیکنې لپاره د کابل ولایت د جلب او جذب قوماندانۍ کمیساریو ته د لړم د ۷ نیټې نه تر ۱۰ نیتې پورې ورشي
د شمولیت شرطونه:
۱- د تابیعت تذکرې لرل .
۲- د کاندید عمر د ۱۸ نه تر ۲۵ کلونو پورې وي.
۳- کاندید د  دولتي او یا خصوصي  ملکي پوهنتونونو څخه فارغ وي.
۴- په انګلیسي ژبې بلدتیا ولري
۵-   کاندید له پوره روغتیا څخه برخمن وي او په نشه يي توکوروږدى نه وي.
۶-   دفراغت سند  ولري.
یادونه : د آزموینې نیټه دتحصیلی سندونوله څیړنو  وروسته کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي.
د لاډیرو معلوماتو لپاره د جلب او جذب  عمومي قوماندانۍ او یا په  ۰۲۰۲۶۱۲۹۹۹ شمیرې سره اړیکه ټینګه کړئ. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته