فرهنګ

د (ځوانانو دندې د سولې او امنيت په تامينولوکې) سيمينار جوړ شو

کابل – باختر/ د زمري د مياشتې ١٧مه:
د سولې او امنيت په تامينولوکې د ځوانانو رول او دندې د هغه سيمينار عنوان و چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز له خوا جوړ شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې سيمينارکې د کابل پوهنتون يو شمېر استادانو او د هيواد د علومو اکاډمۍ پوهانو او څيړونکو ګډون کړى و.
د سيمينار د کار په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني وينا وکړه او ويې ويل: ((په هيوادکې د تيرو دوو ورځو پېښو وښودله چې ځوانانو زيات زيانونه ليدلي او زغملي دي.))
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دغه راز په هيواد کې د سولې په تامينولوکې د ځوانانو له رول سره اړيکه ونيوله او ويې ويل چې د هيواد ځوانانو د ملي يوالى په ټينګښت سره هلې ځلې وکړي له هغه ځوان سره چې په مقابله ليکه کې دى؛ اړيکه ونيسي او هغه په دې پوه کړي چې جګړه او ورور وژنه د افغانستان د خلکو او په تېره بيا د هيواد د ځوانانو په ګټه نه ده.
ده وويل: په جګړه کې له دواړو لوروڅخه د هيواد ځوانان وژل کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په تيرو کلونوکې په بېلابېلو برخوکې د ځوانانو له برياليتوبونو سره اړيکې ونيولې؛ يوځل بيا يې له ځوانانوڅخه وغوښتل چې دسولې د تامينولو په لاره کې خپل ارزښتناک رول ولوبوي.
دغه راز په دې سيمينارکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات خبرې وکړې؛ ويې ويل چې د دغه سيمينار جوړول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په سل ورځني کاري پروګرام کې شامل دي او دغه وزارت دغه سيمينار په دې خاطر جوړ کړى دى چې د سولې او امنيت په تامينولوکې د ځوانانو رول جوت شي.
وروسته د کابل پوهنتون استاد احمد ضيا نيکبين، د ځوانانو د چارو د معينيت د پاليسۍ او پروګرامونو رييس سيد مصطفى سعيدي او څو تنو نورو د سيمينار د موضوع په باب خبرې وکړې.
د سيمينار کار د پريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيد.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته