امنیت

شپږ تنه وسله وال مخالفين په هلمند کې ووژل شول .

کابل باختر د وري  دريمه :
دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې  دعقاب ١٦٦دعملياتوپه دوام  شپږ تنه  وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور يې  ټپيان شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اژانس خبريال ته وويل دغه عمليات دياغيانو له شتون څځه دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ  دناامنو سيمو دپاکولوپه مقصد پيل شوي دي . چې  په نوي پرمختيا  کې شپږ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي  اودرې تنه نور يې ټپيان شوي اوديارلس  ماينونه کشف اوشنډ کړى شوي دي .
ديوبل خبر له مخې،  دهرات ولايت  دګذرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې  دملي اردو  دځواکونو په يوه جلا فعاليت کې يو توغندي  ويشتوونکي  ، يوه پيکا ،  يوه تومانچه او يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، درې ماين ښخوونکي  چې غوښتل يي دارزګان ولايت دچارچينو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په سړک کې  ماينونه ښخ کړي دغه ماينونه وچاوديد او ماين ښخوونکي  يې ووژل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته