خبرونهامنیت

د تالقانو لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول ووژل شو

کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر

د تخار د تالقانو لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول احمد الله تېره شپه په دغه ولايت کې ووژل شو.

د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې د تالقانو لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول دوه شپې مخکې د تخار د فرخار ولسوالۍ په مربوطاتو کې تپي شوی و چې د ټپونو د ژورتيا په دلیل ومړ.

هغه زياته کړه چې احمدالله په تخار کې په ورانکارو بريدونو او هدفي وژنو کې لاس درلود.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته