ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو اودکار او ټولنيزو چارو دوزارتونوسرپرستانو دشهيدې قدسيې له کورنۍ سره غمشيريکي څرګنده کړه .

کابل باختر د لړم اووه ويشتمه :
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست په داسې حال کې چې دکار ټولنيزو چارو شهيدانو دمعلولينو دوزارت سرپرسته هم حاضره وه دکابل پوهنتون دمحصلې شهيدې قدسيې له کورنۍ  سره وکتل او خواخوږي  يې څرګنده کړه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دکابل پوهنتون دارواپوهنې د پوهنځي ددريم کال  محصله قدسيه پرون دکابل ددارالامان په سړک په يوه ځانمرګي بريد کې شهيدشوه .  دلوړو زده کړو او دکار او ټولنيزو چارو، شهيدانواو معلولينو  دوزارتونو سرپرستانو ډاکتر عبيد الله عبيد  او امنې افضلي  او دکابل پوهنتون رييس په دې کتنه کې ددغې محصلې  له کورنۍ سره ددوى په کور کې دځان او دجمهوري رياست دمقام د ډاډګيرنې مراتب دوى ته څرګند کړل او دشهيدې قدسيې پاک روح ته يې دعا وکړه
دغه راز په دې کتنه کې ډار اچوونکي عملونه او دتروريستانو او دهغوى دملاتړو له خوا دملکي اوبې ګناه وګړو وژل  وغندل شول  او له هغوى څخه وغوښتل  شول  چې له دغه شان غير اسلامي او غير انساني عملونوڅخه دې لاس واخلي  .
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست دغه راز  دشهيدې قدسيې  له کورنۍ سره  ديوې اندازې نغدو پيسو  مرسته هم وکړه .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته