امنیت

په بدخشان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان  په بدخشان ولايت کې  له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغه  جګړه  نن سهار  دبدخشان ولايت  په تګاب ولسوالۍ کې  هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې  يرغلګرو  په امنيتي پوستې  دبريد نيت درلود .
  دبدخشان ولايت  دتګاب ولسوالۍ  يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې  نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
  ده وويل  چې په يرغلګرو په امنيتي پوستې دبريد په وخت کې  دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
په همدې حال کې دبدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې  څو کلي  دوسله والوطالبانو لاس ته ورغلي دي .
دبدخشان ولايت پوځيان وايي  چې ددغو کليو  دبيا تر لاسه کولو لپاره  عمليات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته