نړۍ

چين دتروريستانو پرخلاف دعراق دمبارزې ملاتړ کوي

بيجينگ دچين راډيو  باختردزمري دمياشتې  ١٩ :
دچين دبهرنيو چارو وزارت دويندوى دفتر پرون مازيګر   په عراق کې  دداعش پرخلاف  دامريکا دهوايي بريدونو دپيل  دمجوز صادرولو ته په اشارې سره څرګنده کړه  :  چين  دعراق دځمکنۍ بشپړتيا دساتنې  اوله تروريزم سره دمبارزې لپاره  ددغه هېواد دهڅو او هاند ملاتړ  کوي   او ددغه هېواد دواکمنۍ  حق ته ددرناوي له  مخې دعراق دسولې اوثبات دساتنې  دعملياتوپه نسبت  هيله لري  چې ډير ژر په دغه هېواد کې سوله اوثبات او عادي نظم تامين شي .
دامريکا جمهوررييس بارک اوباما اعلام وکړ پوځيانو ته يې امر کړى دى  چې په عراق کې  دميشتو امريکائيانو ددفاع په  مقصد دې دداعش دډلې په  وړاندې  هدفمند هوايي بريدونه ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته