ټولنه

په مزارشریف ښارکې د کثافاتو د راټولولو په خاطردوه ورځنۍ حشرترسره شو

کابل / د تلې / ۲۶ / باختر
د مزارشریف ښاروالۍ له ښارڅخه د کثافاتود راټولولو په موخه د مزارشریف ښارد اوسېدونکو په همکاری دوه ورځنۍ حشرترسره کړی دی.
د مزارشریف ښاروال مولوي قدرت الله طارق د باخترآژانس خبریال ته وویل : د مزارشریف د ښاروالۍ مسوولین په ټولوامکاناتوسره له مزارشریف ښارڅخه د کثافاتود راټولولولپاره شپې او ورځې کار او ځلې کوي.
هغه زیاته کړه د تنظیف د کارکوونکو د یوځای کولو او پیاوړي کولو په خاطر دغه اداره له مزارشریف ښارڅخه د کثافاتو د لرې کولو په خاطر د دغې ادارې د کارکوونکو اود ښآر د اوسېدونکو په ګډون سره دوه ورځنۍ عمومي حشرترسره کړی دی.
طارق د واټونو او د پلیولارود لاسي کراچیواو د لاس پلورونکو او غرفو د پاکولو له پروګرام څخه چې په دغه ښآرکې د ګنې ګونې او د لارې د بندېدوسبب کېږي یاد کړاو وېي ویل چې هلې ځلې کوي له هټيوالواو لاس پلورونکوسره په تفاهم کې دغه ستونزې لرې شي.
د مزارشریف ښاروال د دغه ښارله خلکواو اوسېدونکوڅخه وغوښتل چې د ښارد پاکولو لپاره د دغه ښارله ښاروالۍ سره همکاری وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته