روغتیا

په افغانستان کې دسرطاني ناروغيو پيښې زياتي شوي دي

٨ – کابل باختردسلواغې دمياشتي ١٥ :

دفبرورري دمياشتې څلورمه نيټه چې دسلواغي دمياشتې له پنځلسمې نيټې سره برابره ده دسرطاني ناروغيو نړيواله ورځ ده .

دغه ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کېږي چې  دنړۍ دروغتيايي سازمان دشميرونوله مخې  په هره مياشت کې  څه ناڅه شپږ سوه زره تنه دسرطاني ناروغيو له امله مري. خو په افغانستان کې سره له دې چې ويل کېږي  سرطاني پيښې زياتي شوي دي خو تراوسه پوري ددغو ناروغيو له امله دمړينې شمير مشخص شوي  نه دي .

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکترې ثريا دليل چې دباختر داطلاعاتي اژانس له خبريال سره خبري کولي وويل ، دغه وزارت دهغو لومړيتوبونو له مخې دماشومانو او ميندو دمړينې دکچې په لاره کې يي درلود په  تيرو څو کلونو کې يې دميندو او ماشومانو او نورو ساري ناروغيو له امله  دمړينې دکچې دکمښت لپاره زياته پانګه اچونه کړې ده اوله بله پلوه دونرونه او مرسته کوونکو هيوادونو  له دې امله چې  دسرطاني ناروغيو ددرملنې او مخنيوي  په لاره کې زياته پانګه لګول  کېږي  په دې برخه کې يې له افغانستان سره دپانګې  اچونې په خاطر مرستي ته حاضر شوي نه دي .

ډاکترې ثريادليل څرګنده کړه چې څه ناڅه اته مياشتې مخکې يي ددغه وزارت په چوکاټ کې يو ديپارتمنت جوړ کړي دي  چې غيرساري سرطاني ناروغي لکه  دزړه  او شکري ناروغي ترپوښښ لاندې ونيسي .

دي وويل  دغه ديپارتمنت  په دې برخه کې دمديريتي ظرفيت درامنځته کولو په خاطر کار کوي . چې ددغو ناروغيو دڅيړنې په مقصد يو اغيزمن کاري چوکاټ جوړ کړي او موږ به هلې ځلې وکړو چې دبهرنيو مرستو دجلبولو اويا دملي عوايدو له لاريې خپلو هدفونو ته ورسيږو.

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې څرگنده کړه چې دسرطاني ناروغيو تشخيص په آساني سره نه کېږي او ددغو ناروغيو پيژندل هم تراوسه پوري ناممکن دي او که چېري په لومړي پړاو کې تشخيص شي درملنه يې تريوي اندازي پوري امکان لري .

ډاکترې دليل له دخانياتو  څخه استفاده ،  دالکولو څښاک ، چاغ والې او دفزيکې فعاليتونو نشتوالې  اودانتاناتو بيا رامنځته کېدل له هغو عواملو څخه وبلل چې  سرطانونه رامنځته کوي .

دې دغه راز لارښوونه وکړه چې په ځواني کې دسالم ژوندانه دلارو چارو غوره کول هم کولاي شي دسرطاني ناروغيو له دريو برخو څخه ديوې برخې مخنيوي وکړي .

په همدي حال کې  دعمومي جراحي ډاکتراودکابل دطبي پوهنتون استاد پروفيسر ډاکترنجيب الله امرخيل وايي چې سرطاني ناروغي  پوستکي، سږي ، هډوکې ، مري ، رحم ، وړي او لوي کولمي ، ماغزه ، بولي ، ستوني ، دماغ، ځګر ، اومعده  په ناروغي اخته کوي او داچې دغړو هيځ يوه برخه نه شي  کولاي دسرطان له پراختيا څخه وژغوري .

پروفيسر امرخيل زياته کړه چې زموږ په هيواد کې په وروستيو دريو لسيزه کې دسرطاني ناروغيو پيښې زياتي شوي دي ، سيمه ييزعوامل ، روحيې فشارونه ، دډول ډول وسلو استعمال  او دخوراکي موادو کمښت هم دناروغيو دمساعدولو له فکتورونو څخه وبلل .

ده وويل  چې په افغانستان کې  دستوني ، کولمو  او معدي دسرطانونو پيښې زياتي دي .

پروفيسر نجيب الله امرخيل  له دولت اونړيوالې ټولنې څخه وغوښتل  چې دسرطاني  ناروغيو دعواملو دپيژندنې په لاره کې دافغانستان له خلکو سره مرسته وکړي . چې زموږ په هيواد کې ددغو وژونکو ناروغيو مخ په زياتيدونکې عوامل وپيژندل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته