فرهنګ

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د اداري برخې د کارکوونکو کارونه وستايل شول

کابل / د زمري ١١ مه / باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوى معين عبدالبشيرحکيمي نن د دغه وزارت د اداري برخې د ٥ کارکوونکو کارونه د ستاينليک په ورکولو سره وستايل.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ مالي، اداري او ګرځندوى معين له خپلو همکارانو وغوښتل چې په دې حساس وخت کې په خپلو اجرااتو کې صداقت ، شفافيت او رښتينولۍ په پام کې ونيسي چې د صادقانه خدمتونو په وړاندې کولو سره هېوادوالو ته د آسانتياوو د رامنځته کولو سبب شي او د بيروکراسي مخه ونيسي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته