امنیت

په ننګرهار کې د ماين چاودنه کې نهه کسان ووژل شول

کابل / باختر/ د زمري ٣مه
په ننګرهار کې د ماين په چاودنه کې د يوې کورنۍ  نهه غړي ووژل شول او څلور نور يې ټپيان شول.
قربانيان د ننګرهار په خوږياڼو کې د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره يوه کلي ته روان و چې د سپرلۍ موټر يې واټ ته څېرمه په ښخ کړي شوي ماين وخوت .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل، چې چاودنه کې شپږ ښځې او درې ماشومان وژل شوي او يوه  ښځه، يوسړى او دوه ماشومان ټپيان شوي دي .
ډاکترانو د دغې پېښې د څلور واړو ټپيانو  روغتيايي حالت نازک بللى دى.
تراوسه پورې د دغه مرګانى بريد مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل دغه بريد په کلکو ټکو غندلى او دا يې د اسلام او بشريت  د دښمنانو کار بللى دى.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته