کابل- باختر د ورى دمياشتې ١٣
په تخار ولايت کې يوې محکمې يو ځوان په خپلې خور د جنسي تيري په تور په اعدام محکوم کړ.
په دغه سړي تورلګول شوى دى چې په وار وار يې په زور او جبر سره په خپلې اووه کلنې خور جنسي تيرى کړى دى .
تورن له کورنيو او وګړنيو غبرګونونو وروسته د پوليسو له خوا ونيول شو.
د تخار ولايت د استيناف محکمې پرون د سندونو او شواهدوله څيړنې وروسته دغه سړى په اعدام محکوم کړ.
د دغې محکمې يوه قاضي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دوى د کافي سندونو او د تورن د ځينو خپلوانو په شهادت، دى په خپلې کوچنۍ خور د جنسي تيري په جرم په اعدام محکوم کړى دى.
2 د یوې دقیقې څخه لږ