-کابل / دثور ١٥مه /باختر :
په قندهار ولايت کې په زرګونوکورنيو دوچې ډوډۍ دويشلو بهير پيل شو .
ټاکل شوې ده په دغه پروګرام کې په نږدې ١٥٠٠٠اړو کورنيو په وړيا ډول وچه ډوډۍ وويشل شي.
ددغو ډوډيو لګښت دحکومت له خوا ورکول کېږي .
دقندهار والي حيات الله حيات باختراژانس ته وويل چې دوى له څيړنو وروسته ١٥٠٠٠اړې کورنى تشخيصې کړې .
هغه وويل په قندهار کې داړوکورنيو شمېر زيات دى . او هلې ځلې کوي چې د کورنيو اوبهرنيو مرستندويو بنسټونوله لارې له دوى سره دخوراکي توکو مرسته وکړي .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ