سلام اباد باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
دپاکستان دپنجاب ايالت په ګجراد ښار کې په يوې پوځي نقليه واسطې دوسله والو کسانو د ډزو له امله د واسطې چلوونکي و وژل شو اويو افسر ټپي شو .
دباخترآژانس دخبر له مخې : دغه پيښه پرون رامنځته شوه او دپوځيانو نقليه
واسطه چې دتيلو پمپ سيتشن ته روانه وه ددريو تنو موټرسايکل سپرو له خوا پرې ډزي وشوي چې د موټرچلوونکي د وژنې او د پاکستان د اردو ديو افسر د ټپي کيدو سبب شو .
دوه مياشتې مخکې اووه تنه شعيان په دې سيمه کې ووژل شول . په نورو بريدونو کې هم په دې ناحيه کې يوشمير امنيتي افرادو او پوليس وژل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ