خبرونهامنیت

د ۲۰۳ منصوري قول اردو له دوهمې لوا څخه ۱۵۰ سرتېري فارغ شول

 کابل / د کب لومړۍ / باختر

د پکتیا د ۲۰۳ تندر قول اردو له دوهمې لوا څخه ۱۵۰ تنه سرتیري له پرمختللو نظامي او مسلکي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ملکي او نظامي مسوولینو په کې ګډون درلود، فارغ شول.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان مولوي محمد ایوب “خالد” چې د فراغت په مراسمو کې یې خبرې کولې وویل: د اسلامي امارت اردو سرتېري په پوره مېړانه د هېواد د سرحدونو او ولسونو د سر او مال ساتنې لپاره ژمن دي.”

په ورته وخت کې فارغو شویو سرتېرو ډاډ ورکړ چې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د خپلواکۍ ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته