امنیت

په فارياب کې د هاوان د لګيدو له امله يو ماشوم ووژل شو

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
يو ماشوم پرون په فارياب کې د هاوان ماين د لګيدو له امله ووژل شو او دوه نور ماشومان ټپيان شول.
يو قومي مخور چې د نامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه؛ باختر آژانس ته وويل چې د ارزليک کلي د استوګنې پر يوه کور د ملي اردو د هاوان ماين د لګيدو په پايله کې يو ١٢کلن ماشوم ووژل شو او دوه نوريې ټپيان شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش دغه ادعا رد کړه او ويې ويل چې پوځيانو د هاوان دغه ماين نه دى توغولى.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته