کابل/ باختردسلواغې دمياشتې ١٥نيټه :
د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د کميسيون غونډه نن په پروان ولايت کې جوړه شوه.
دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
دغه غونډه چې د دولتي ادارو د رئيسانو او استازو، د کميسيون دغړو او د سياه ګرد د ولسوال په ګډون جوړه شوه؛ د پروان د والي مرستيال شاولي شاهد د ښځو دحقوقو په باب خبرې وکړې او د هر اړخيزو پروګرامونو په عملي کېدو چې وکولاى شي د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي په کمښت کې ګټور وي؛ ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې برخه والو يوځل بيا په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي د له منځه وړلو په لاره کې د مناسبو لارو چارو په عملي کېدو ټينګار وکړ.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ