امنیت

يوناما: په ٢٠١٦ کال کې د ملکي وګړو د سر زيان بې سارى و

کابل باخترد سلواغې نولسمه : په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د نمايندګۍ دفتر يوناما په خپل کلنى رپوټ کې ليکلي دي: په دغه هېوادکې په ٢٠١٦ م کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر د٢٠١٥ کال په پرتله په سلوکې درې زيات شوى دى. د باختر آژانس دخبرله مخې: ددغه رپوټ موندنې ښيي چې په ملکي سيموکې په ٢٠١٥ کال کې د دولتي ځواکونو او د دولت د مخالفينو ترمنځ جګړې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې زياتوالي له مهمو عواملو څخه دي او په دغو جګړوکې ځانمرګي بريدونه، بمي چاودنې او هدفمندې وژنې شاملې دي . په همدې حال کې د يوناما رپوټ د ٢٠١٦ کال د جنورى له لومړۍ نيټې څخه د دسمبر د مياشتې تر يو ديرشمې نيټې پورې په ځمکنيو جګړوکې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر ٤٢٩٥ تنه ښيي چې له دې جملې څخه ١٠٧٠تنه وژل شوي دي او ٣٢٢٥ تنه ټپيان شوي چې د ٢٠١٥ کال په پرتله په سلوکې درې زياتوالي ښيي او د ملکي وګړو د تلفاتو زيات شمېر د ٢٠٠٩ کال په ځمکنيو جګړوکې کله چې يوناما د شمېرنو په مستند جوړولو پيل کړى دى؛ رامنځته شوى دى. په رپوټ کې ويل شوي دي چې د دولت پلوي ځواکونو په ځمکنيوجګړوکې په سلوکې د ٤١ ملکي وګړو د تلفاتو سبب شوي دي . د دولت وسله والو مخالفينو په سلوکې ٣٤ او په سلوکې ٢٥ د دولتي ځواکونو او د مخالفينو ترمنح په ځمکنيو جګړوکې رامنځته کړي دي چې يوناما نه شي کولاى رښتيني عامل مشخص کړي، په همدې دليل دواړه لوري مسوول بولي . د دغه رپوټ د موندونوله مخې: په ٢٠١٦ کال کې تاوتريخوالي زياتره د افغانستان ماشومان اغيزمن کړي دي. په دغه کال کې يوناما د افغان ماشومانو ترمنځ ٣٥١٢ پيښې ثبتې کړې دي چې له دې جملې څخه ٩٢٣ تنه ماشومان وژل شوي او ٢٥٨٩ تنه نورټپيان شوي دي او دغه شمېر د ٢٠١٥ کال په پرتله په سلوکې ٢٤ زياتوالي ښيي او دا د يو کال په بهيرکې د ماشومانو د مرګ ژوبلې لوړ شمېر ښيي . د دغه رپوټ له مخې: په ٢٠١٦ کال کې د ښځو ترمنځ د تلفاتو شمېر ١٢١٨ تنو ته رسيږي چې له دې جملې څخه ٣٤١ تنه وژل شوي او ٨٧٧ تنه نور ټپيان شوي دي چې دغه شمېر د ٢٠١٥ کال په پرتله په سلو کې دوه کمښت ښيي . ددغه رپوټ له مخې: د ملکي وګړو زياته مرګ ژوبله د اتو بحراني سيمو له جملې څخه په پنځو بحراني سيموکې ثبتې شوې دي او زياتره هغه سيمې چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې او د هېواد په جنوب کې موقعيت لري؛ په دې کال کې د ملکي وګړو ترمنځ د مرګ ژوبلې شمېر ٢٩٨٩ تنو ته رسيږي چې له دې جملې څخه ١٠٥٦تنه وژل شوي او ١٩٣٣ تنه نور ټپيان شوي دي چې د ٢٠١٥ کال په پرتله په سلوکې اوولس زياتوالي ښيي . مرکزي سيمې په ٢٠١٦ کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له پلوه دويم ځاى لري. په دې کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر ٢٣٤٨ تنو ته رسيږي چې له دې جملې څخه ٥٣٤ تنه وژل شوي او ١٨١٤ تنه نور ټپيان شوي دي. دغه شمېر د ٢٠١٥ کال په پرتله په سلوکې ٣٤ زياتوالي ښيي. په کابل ښارکې د ځانمرګو سازمان موندلو بريدونو له امله رامنځته شوې مرګ ژوبلې په مرکزي سيموکې د مرګ ژوبلې له جملې څخه بللې شوې دي . د همدې رپوټ له مخې: د دولت وسله وال مخالفين په ٢٠١٦ کال کې د ملکي وګړو په سلوکې ٦١ مرګ ژوبلې مسوول دي . د دولت د وسله والو مخالفينو د بريدونو له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې شمېر ٦٩٩٤ تنو ته رسيږي چې له دې جملې څخه ٢١٣١ تنه وژل شوي او ٤٨٦٣ تنه نور ټپيان شوي دي چې له دې جملې څخه وسله وال طالبان د ٤٩٥٣ تنو د مرګ ژوبلې مسوول دي . د همدې رپوټ له مخې: د داعش ډله هم د ٨٩٩ تنو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسووله ده چې له دې جملې څخه ٢٠٩ تنه وژل شوي او ٨١٣ تنه نور تپيان شوي دي. له دولت سره نورې ناپيژندل شوې مخالفې ډلې هم د ١٠٩٩ تنومرګ ژوبلې مسوول دي چې له دې جملې څخه ٢٨٦ تنه وژل شوي او ٨١٣ تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته