سیاست

فرانسيس وندرل له محمد کريم خليلي سره وکتل

کابل باختر د کب شپږ ويشتمي
په افغانستان کې د اروپا د اتحاديې پخواني استازي فرانسيس وندرل نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان او سيمې پورې د اړوندوموضوعګانو او د علاقې وړ نورو موضوعګانو په باب خبرې وکړې.
ښاغلي وندرل په تېره څه دپاسه يوه لسيزه کې په بېلابېلو برخوکې د افغانستان د دولت پرمختګونه وستايل اوڅرګنده يې کړه چې د افغانستان دولت او خلک په تېره څه دپاسه يوه لسيزه کې د نړيوالې ټولنې او د دغه هيواد د نړيوالوهمکارانو په مرسته په بېلابېلو برخوکې ښو پرمختګونو ته رسيدلي دي.
ده په افغانستان کې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانوانتخابات ارزښتناک وبلل او هيله يې وکړه چې دغه انتخابات په آزاد، شفاف اوعادلانه ډول ترسره شي.
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په هغه وخت کې چې په افغانستان کې د اروپا د اتحاديې د استازى په توګه ماموريت درلود؛ د ښاغلي وندرل د هڅو او هاند له امله مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې نړيواله ټولنه د افغانستان د دولت او خلکو د برياليتوبونوشريکه ده.
ده د راتلوونکى کال د انتخاباتو د ترسره کولوپه باب هم وويل چې د افغانستان دولت هوډمن دى چې دغه بهير د بهرنيو او د کورنيو بنسټونو له لاسوهنو پرته په شفاف اوعادلانه ډول ترسره شي.
دجمهور رييس مرستيال د انتخاباتو ترسره کول په هيوادکې د سياسي قدرت د ليږدونې او د ثبات او امنيت د تامينولو يواځنى انتخاب وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته