امنیت

ددښمن دهغې پوستې فتحه کول چې په بدخشان کې يې دڅلورو ولسواليو لاره ګواښله .

کابل باختر دوږې  اوومه :
دبدخشان ولايت  په وردوج ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو په پوستو ددغه ولايت داشکاشم ولسوالۍ دسرحدي ځواکونو دعملياتو  له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه  نور ټپيان شول .
دبدخشان ولايت وياند احمد نويد فروتن دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې دزرنج غونډۍ  او دګذرې  پل او شاوخوا سيمې يې په بشپړه توګه امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغې پوستې  په فتحه کولو سره اوس د زيباک ، اشکاشم ،  واخان او شغنان  په ګډون د څلورو ولسواليو ترانسپورتي لارې ددغې پوستې له ګواښ څخه خوندي شوي دي او دګذر پله دبيا جوړولو  دکار په پاى ته رسيدو  سره ددغو څلورو ولسواليو  ترانسپورتي لارې دترافيکو  پرمخ پرانستلې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته