امنیت

دافغانستان دصنفي اتحاديو مرکزي شورا دسړک جوړولو ديو شرکت دشپږو تنو کارکوونکو دوژنې په باب دتحقيق غوښتنه وکړه

 کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٨ :
دافغانستان دصنفي اتحاديو دمرکزي شورا مشرتابه هيئت په بغلان ولايت کې  د خلکو د دښمنانوله خوا دشپږو تنو بيګناه کارګرانو  دشهيدانولو  او د دوو تنو نورو  تښتونه غندلې ده .

دسړک جوړولو ديو خصوصي شرکت  شپږ تنه کارکوونکي پرون   د کندز_ پلخمري په لاره کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ دغونډۍ په ساحه کې  ديوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا ووژل شول ؛  يو تن ټپي   او دوه تنه نور يې  دطالبانو له  خوا وتښتول شول .
دافغانستان دصنفي اتحاديو دمرکزي شورا مشرتابه هيئت په يو ليک کې باخترآژانس ته يې ليږلى دى ويلي دي : موږ په دې ترڅ کې چې دخلکو ددښمنانو دغه عمل غندو؛ دشهيدانو کورنيو ته  دجميل صبر  هيله شوې ده  اوله امنيتي مسوولينو څخه غوښتل شوي دي چې ددغه شرکت ددوو تنو کارکوونکو د خلاصون په خاطر اقدام وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته