امنیت

دولس کانتينره الکولي مشروبات په کابل کې د پوليسو له خوا ضبط شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دکابل ولايت امنيه قوماندان په کابل ښارکې د جنايي جرمونو په تور د ٢٩٩ تنو د نيولو او د دولسو کانتينره الکولي مشروباتو د ضبطولو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ وويل: د کابل پوليسو وکولاى شول د وروستيو دريو اوونيو په بهيرکې ٢٩٩ تنه د وژنې، غلا، لوټمارى، د وسلو د غير قانوني ليږدونې، اخلاقي فساد، شوکمارى او د نشه يي توکو د پلورنې د بېلابېلو جرمونو په تور د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه ونيسي.
ده دغه راز د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکي د يوې ډلې د نيولو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه: دغه جنايتکاره ډله څه موده مخکې د توريالي په نامه يو دولس کلن ماشوم د پغمان له ولسوالۍ څخه وتښتاوه چې پوليسو دغه ماشوم د دغې ډلې له منګولو څخه وژغوره او د دغې جنايتکارې ډلې غړي چې څلور تنه دي؛ ونيسي.
د جنرال رحيمي د څرګندونو له مخې: د کابل پوليسو دولس کانتينره الکولي مشروبات ضبط کړ چې يو شمېرکسانو غوښتل دغه الکولي مشروبات د ښار په بېلابېلو سيموکې وپلوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته