امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل  باخترد کب  دمياشتې  ٢٩ :
دکورنيو چارو وزارت  خبرځايونه وايي   چې  دافغان امنيتي ځواکونو  دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څلرويشتو ساعتوکې دکابل، کندز، قندهار ، زابل ، ارزګان، لوګر ، هلمند اودفراه دولايتونو په مربوطاتو کې  چاڼيزعمليات ترسره کړل  چې له امله يې  پنځه تنه وسله وال طالبان و وژل شول ، دوه تنه ټپيان او اوولس تنه نور يې ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې ددښمن يوسلو ديرش کېلوګرامه چاوديدونکې توکې، دوسايطو ضد اته ماينونه  ، درې کلاشينکوفونه ، يوه پيکاه ، يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل اويو موټر سايکل  اوڅلويـښت کېلوګرامه نشه يي توکې   په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې : دوسايطو ضد دوه ماينونه  چې  دوسله والو مخالفينو له 
خوا دورانکارو فعاليتونو دترسره کولو لپاره ددلارام  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړي شوي وو ددغه ولايت دپوليسو له  خوا کشف  اوله منځه يوړل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته