امنیت

په هرات کي د نشه يي توکو د دريو تنو قاچاق وړونکو نيول .

کابل باختر دوږي نهمه
  په هرات ولايت کې دپوليسو په عملياتو کې دنشه يي توکو درې تنه قاچاق وړونکي ونيول شول .
  دغو کسانو سل کيلوګرامه چرس دشيدايي دسيمي په يو کور کې ځاى پرځاى  کړې وه او غوښتل يې چې هغه دقاچاقو په ډول نامعلوم ځاى ته وليږدوي چې ونيول شول .
دهرات ولايت امنيه قوماندان سيد عبدالغفار  سيد زاده باختر اژانس ته وويل چې دغه قاچاق وړونکي له زياتي مودي راپديخوا  دپوليسو تر څارنې لاندې وو
ويل کيږي  چې دنشه يي  توکو له دغو دريو تنو قاچاق وړونکو څخه يوه اندازه  جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي
دهرات دپوليسو مسوول دجرمونو په کمښت او دمجرمينو په  نيولو کې دخلکو همکاري ارزښتناکه  وبلله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په دې لاره کې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته