اقتصاد

په حيرتانو کې دتيلو يو چاڼځاى پرانستل شو

کابل باختردلړم دمياشتې ١٩ :
دهيواد دسوداګرۍ او صنايعو وزارت مسوولين وايي  چې دنفتي توکو دويم چاڼځاى  چې داته سوه څلويښتو ټنوتيلو ظرفيت لري ديو افغان سوداګر په پانګه په فعاليت پيل وکړ .
دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت معين  مزمل شينواري  باختراژنس ته وويل : 
چې دغه چاڼځاى داته سوه څلويښتو ټنو نفتي توکو ظرفيت لري  چې دڅلويښتو مليونو ډالرو  په پانګه  دحيرتان ترمينل په نامه دحيرتانو  په بندري ښارګوټي کې  په فعاليت پيل کړي دي  چې  جوړول به يې دنفتي توکو په بيي  اغيزه  وکړي .
ده وويل :  اوس يو سلو پنځوس تنه کارګران په دغه کارخانه کې په کار بوخت دي .  چې په راتلونکي کې دتوليد دظرفيت په لوړولو سره به دکارګرانو شمير هم زيات شي .
  له بله پلوه  داقتصاد وزارت  مسوولين وايي  دغه چاڼځاى په هيواد کې دسوداګرۍ   په وده کې مهم رول لري .
ويل کيږي  چې افغانستان اوس په کال کې نږدې درې مليونو ټنو نفتي توکو ته  اړتيا لري.  چې ددغه شان چاڼځايونو په  جوړيدو سره کيداى شي دافغانستان دخلکو داړتياو يوه برخه  پوره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته