امنیت

په کندز ښارکې چاودنه وشوه

-کابل باختردثور دمياشتي دريمه :
نن مازيګر دپنځه نيمو بجوپه شاوخو اکې په کندزښارکې چاودنه وشوه.
دغه چاودنه  په کندزښارکې دغازي خان ښوونځي ته څيرمه دسردورې په نامه سيمه کې شوې ده .
درارسيدلو خبرونوله مخې  دتروريستانوله خوا په يو موټرسايکل کې چاوديدونکي توکي ځاى پرځاى شوي و.
عيني شاهدانو باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دافغان سرتيرو دسپرلۍ په موټر بريد شوى دى .
تراوسه پورې  ددغې پيښې له امله دسر درسيدلى زيان په باب معلومات نه دى ترلاسه شوى  .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته