فرهنګ

د هېواد په شمال زون کې د ښاري ژوند د فرهنګ سمينار جوړ شو

۳۷- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د ښاري ژوند د فرهنګ سمينار د هېواد د شمالي ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييسانو، ښاروالانو او د پوهنې رياستونو د استازو په ګډون په مزارشريف ښار کې جوړ شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د مزاشريف ښاروالۍ سرپرست ذبيح الله نعيمي د دغه سمينار په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغه دوه ورځني سمينار د جوړولو موخه په ټولنه کې د ښاري ژوندانه د فرهنګ رواجول دي.
د ښارواليو په برخه کې د سيمه ييزو ارګانونو استازي محمد نصير حميدي وويل چې د نفوسو او ښارونو د ودې او د ټولنيزو بدلونونو له امله د ښاري ژوندانه فرهنګ او په هېواد کې د معياري ټولنې د پياوړتيا بهير ته اساسي اړتيا لرو.
حميدي زياته کړه: په همدې موخه د ښارواليو په چارو کې د سيمې د بنسټونو برخه هلې ځلي کوي چې د خلکو، عالمانو او د ولايتونو د جګپوړو مسوولينو په همکارۍ په ټولنه کې د ښاري ژوندانه فرهنګ بنسټيز کړي.
د سمينار په بله برخه کې د بلخ او بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو او د ميمنې، پلخمري او شبرغان ښاروالانو د ښاري ژوندانه د فرهنګ د پياوړتيا د چلنجونو او لارښوونو په اړه معلومات ورکړل.
پاى\ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته