سیاست

مشرانوجرګې ريیس په قطر کې یې د درېو میاشتو په جریان کې د پلاوي د ټولوغړو هڅې او زحمتونه وستایل

د
٣١- کابل/ د مرغومي ۸مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتي پلاوي، نن له غرمې مخکې په یوې ناسته کې ،دوحه کې د سولې خبرو اترو او د خپلو راتلونکو پرېکړو په اړه د مشرانوجرګې د غړو سره معلومات شریک کړل.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
لومړی د مشرانوجرګې ريیس فضل هادي مسلم یار هېوادته د مذاکراتي پلاوي د بېرته راتګ او د سنا مجلس ته یې دحضور له امله هرکلی ووایه او په قطر کې یې د درېو میاشتو په جریان کې د پلاوي د ټولوغړو هڅې او زحمتونه وستایل.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي پلاوي رييس  محمدمعصوم ستانکزي د سولې خبرو اترو بهیرکې د پرمختګونو د څرنګوالي، په دې برخه کې د خنډونو او د سولې مذاکراتو د دویم پړاو اجندا  په اړه مفصل معلومات له سناتورانو سره شریک او وویل چې د مشرانوجرګې د غړو طرحې او نظریې د سولې بهیر او مذاکراتو کې ورته د پام وړ ارزښتمنې دي.
ورپسې د مشرانوجرګې ريیس فضل هادي مسلم یار د مجلس د غړو په استازولۍ د دولت لوري د مذاکراتي پلاوي د غړو د واحد نظر، صبر او زغم څخه ستاینه وکړه او د مجلس د یو لړ نظریو د مطرح کولو ترڅنګ یې وویل چې مشرانوجرګه د سولې خبرو اترو کې په ښکاره ډول دجمهوري نظام، د بیان آزادۍ، د ښځو حقونو او د وسله وال پوځ د سرښندنو په ګډون د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په حفظ ټینګار کوي اوتل یې هېواد کې د سولې د ټينګښت او مذاکراتي پلاوي څخه کلک ملاتړ کړی او هیله ده چې د سولې خبرو دویم پړاو کې دواړه لوري په تلپاتې اوربند چې د ټولو خلکو عمده او اساسي غوښتنه ده، هوکړې ته ورسېږي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته