کابل باختر دتلې ديارلسمه :
په هرات ولايت کې پرون د ځوانانو د فوټسال سياليو په دوو لوبو سره دوام وموند .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالق ضيا نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې د غازي ټيم د څلورو په وړاندې په لسو سره د فجر ټيم ته ته ماتې ورکړه او د رازي ټيم د څلورو په وړاندې په يوولسو سره د استقلال پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د ٢٨ ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د متحد ټيم له پيمان سره او د سرخ پوشانو ټيم له پديدې ټيم سره لوبه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ