– کابل / د وري ۲۱مه / باختر
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې دغه ادارې د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو په بیا فعالېدو سره، څه د پاسه یو نیم میلیون الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یادو تذکرو له جملې څخه ۸۱۱ زره ۸۵۸ یې پر نارینه او ۶۸۸ زره ۱۴۲ یې پر ښځینه و وېشل شوې دي.
د يادونې وړ ده چې د الکترونیکي تذکرو د وېش ملي بهیر له پیله، تر اوسه په ټول هېواد کې څه د پاسه اووه نيم ميليونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
وهاج