اقتصاد

د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو د کانونو د قراردادونو ورکړه تائید شوه

کابل/ باختر/ د زمري دمیاشتې ۲۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د بدخشان د سرو زور او د بلخاب د مسو د کانونو د داوطلبې پر پروسې، د نفتي توکو د تولیدي فابریکو د اومه موادو د تعرفي د کموالي پر طرحې، په افغانستان کې د لمریزو اوبوګرمونکو د ترویج پر طرحې، د خصوصي هوايي شرکتونو د مالیاتي ستونزې پر پیشنهادي طرحې او دغه راز د دوبۍ-کابل او هانګ کانګ-دوبۍ په مسیرونو کې د الامارات هوايي شرکت کارګو  او د کام ایر پر الوتنو د متحدو عربي اماراتو د هوايي چلند ادارې د ممنوعیتونو د لېرې کېدو پر  راپورونو  او د کابل شارجې تر منځ د العربیه هوايي شرکت ته په اوونۍ کې د اوو الوتنو پر اجازې بحث او خبرې وشوې.
لومړی په مالي او بانکداري چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار اجمل احمدي د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو کانونو د اکتشافي قراردادونو د ترلاسه کولو په موخه د سنتار او ګوموز کمپنیو د شرایطو د برابرولو په اړه د کانونو، اقتصاد او مالیې وزارتونو د بین الوزارتي کمیټې د ارزونو پایله غونډې ته وړاندې کړه.
هغه وویل، ذکر شویو دوه کمپینو په مکرر ډول دې پروژو ته لیوالتیا ښودلې ده چې له تخنیکي پلوه په شرایطو برابرې دي او دغه راز د مالي تامین له اړخه کولای شي د یادو کانونو د انکشاف په خاطر د اړتیا وړ مالي وجوه برابره کړي. هغه زیاته کړه د قرارداد له لاسلیکولو وروسته مالي تضمین اخیستل کېږي.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته سنتار او ګوموز کمپنیو ته د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو کانونو د قراردادونو ورکړه، تائید کړه.
جمهوررئیس غني وویل: څرنګه چې دا اکتشافي مرحله ده، باید واضح شي چې د اکتشاف پایله څه ده، وروسته له هغې دې مالي تضمینات واخیستل شي. هغه ټینګار وکړ د دې پروژې د امنیت د تامین په خاطر دې یو روښانه امنیتي میکانیزم ترتیب شي.
وروسته د مالي وزارت د ګمرکونو معین د نفتي توکو د تولیدي فابریکو د اومه توکو د تعرفي د کموالي طرحه له جزئیاتو سره غونډې ته پیشنهاد او وړانديز یې وکړ د کابینې مصوبې ته په کتو باید تعرفې له پنځو فیصدو څخه یو فیصد ته راکمې شي..
د غونډې ګډونوالو په دې اړه بحث وکړ وې ویل، د کنترول معیارونه باید داسې عیار شي چې له تصفیې څخه د مخه او وروسته اومه نفتي توکي کنټرول کړي.
جمهوررئیس غني ددې ترڅنګ چې یاده طرحه یې تصویب کړه وویل، د یادو فابریکو د اومه توکو د کنترول په موخه باید ځانګړي څارنیز ر‎ژیمونه په پام کې ونیول شي او د چاڼ خونو (تصفیه خانو) واضح تعریف دې وشي.
وروسته د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب، د لمریز اوبو ګرمونکو د ترویج طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د دې طرحې په پلي کېدو سره د برېښنا لګښت کمېږي او برېښنا شرکت کولای شي د سپما شوې برېښنا له برکته هغو سیمو ته چې برېښنا نه لري برېښنا ورکړي.
هغه وړاندیز وکړ، د یادو اوبو ګرمونکو د لګښت ۵۰ سلنه کورنۍ، ۲۵ سلنه مالیې وزارت او پاتې ۲۵ سلنه یې د افغانستان برېښنا شرکت تامینوي او وروسته به یادې پیسې په قسط وار ډول د برېښنا د صرفیې په پیسو کې وضع شي.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د یادې طرحې د تصویب ترڅنګ څرګنده کړه، دا پروژه له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده او وړاندیز یې وکړ چې د تخنیکي برخو د ارزونې په موخه دې اوبو او انرژۍ وزارت دخیل شي او له دې چې په هېواد کې دننه د دې اوبوګرمونکو تولیدي وړتیا موجوده ده، باید په افغانستان کې تولید شویو اوبو ګرمونکو څخه استفاده وشي.
جمهوررئیس په دې اړه وویل، داخلي تولیداتو ته دې لومړیتوب ورکول شي او خصوصي سکتور چې په دې برخه کې تخصص لري  د یاد اوبوګرمونکي د جوړولو په اړه دي واضح وړاندیزونه مطرح کړي.
هغه زیاته کړه، د هغو توکو لپاره چې له بهر څخه واردېږي یو میعار په پام کې ونیول شي او د مالیې وزارت د ونډې په اړه دې د برېښنا شرکت له دې وزارت سره نتیجې ته ورسېږي.
وروسته د مالیې وزارت یو تن مسوول د خصوصي هوايي شرکتونو د مالیاتي ستونزې د حل پیشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې او وړاندیز یې وکړ، په قانون کې دې تعدیلات رامنځته شي او د دې شرکتونو د پروازونو د ناخالصه عوایدو څخه چې مبدا یې افغانستان وي د انتفاعي معلاماتو او پرعایداتو د مالیې پر ځای دې ورڅخه لس سلنه ثابته مالیه واخیستل شي.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې په مالي او بانکداري چارو کې د جمهور رېیس ستر سلاکار او د مالیې او اقتصاد وزارتونه دې په دې طرحه کار وکړي او یوې واضح پایلې ته دې ورسېږي او وروسته دې خپله طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د ملکي هوايي چلند ادارې لوی رئیس محمود شاه حبیبي د دوبۍ-کابل او هانګ کانګ-دوبۍ په مسیرونو کې د الامارات هوايي شرکت کارګو، د کام ایر پر الوتنو د متحدو عربي اماراتو د هوايي چلند ادارې د ممنوعیتونو د لېرې کېدو راپورونه او د کابل شارجې تر منځ د العربیه هوايي شرکت ته په اوونۍ کې د اوو الوتنو د اجازې غوښتنه، غونډې ته وړاندې کړه.
د اقتصاد عالي شورا په یاد راپور د بحث ترڅنګ څرګنده کړه افغانستان د یادې کارګو د جوړولو پلوي دی، خو باید واضح شي چې افغانستان ترې څومره ګټه ترلاسه کوي او په راتلونکي غونډه کې دې پر جزئیاتو بحث وشي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته