امنیت

څه دپاسه يو ويشت ټنه چرس په لوګر کې کشف شول .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکوسره دمبارزې معينيت دلوګر ولايت په مربوطاتو کې ديو ويشت ټنه  چرسو  دقاچاقو په تور داتو تنو دنيولو خبرورکړ .
دکورنيو چارو وزارت  له نشه يي توکوسره دمبارزې معينيت وياند دباختراژانس خبريال ته وويل :افغان ګډ  ځواکونو دلوګر ولايت  دهوني سيدان په ساحو کې  عمليات ترسره کړل چې په دغو عملياتو کې دچرسو شپږ زيرمې  ويجاړې او څه دپاسه يو ويشت ټنه چرس  کشف اوضبط  کړل او ددغې پيښې په  اړوند يې اته تنه ونيول .

دده دڅرګندونوله مخې،  له نيول شويو کسانو څخه څلور کلاشينکوفونه ، شپږ موبايلونه او ډول ډول پوځي تجهيزات  ترلاسه شوي دي ، ترلاسه شوي چرس  په هماغه سيمه کې  وسوځول شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته