کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
دمشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن دکورنيو چارو وزارت دسيمه ييزو پوليسو د فعاليتونو رپوټ واوريد.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې چې دسنا مجلس منشي سيد فرخ شاه جناب او يو شمير سناتوران هم حاضر و دکورنيو چارو وزارت دسيمه ييزو پوليسو لوى رييس پاسوال عليشاه احمدزي د هيواد دامنيتي حالاتو په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترخ کې دسيمه ييزو پوليسو دکارى فعاليتونو ، دمسلکي او پوځي مورال د لوړوالي په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې سيمه ييز پوليس ددښمن دنفوذ دمخنيوي ، دياغيانو له ظلم څخه دخلکو دخلاصون او په هيواد کې دپرمختيا او ودې لپاره د زمنيو د برابرولو په لاره کې هر راز سرښندنې ته چمتو دي .
دمشرانو جرګې دويم نايب د خبرو په ترڅ کې د هيواد د سيمو دامنيت د تامينولو په لاره کې دسيمه ييزو پوليسو رول اغيزمن وباله او ددغه رياست کارونه يې دستاين ليک په ورکولو سره وستايل.
1 1 دقیقه لوستل