امنیت

يو پوځي افسر د طالبانو په بريد کې ووژل شو

٣٩- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
د ملي اردو يوافسر په روزګان کې د وسله والوطالبانوپه بريد کې ووژل شو.
د اتل قول اردو د څلورمې لوا د اووم کنډک قوماندان ذبيح الله نن سهار د ترينکوټ ښار ته څېرمه د يوې پوځي پوستې د بيا رغاونې د بهيرلېدنه کوله چې پرې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل د وسله والوطالبانو په دې بريد کې افسر غيور له خپل يوسرتېرې سره ووژل شو او دوه نور پوځيان ټپيان شول.
هغه وسله وال طالبان د دې بريد مسوول وبلل .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته