ټولنه

داداري فساد په تور ددايکنډي يوه سيمه ئيز مسوول ته يو کال او څلور مياشتې بند.

کابل باختر د ثور شپږمه :
په دايکنډي ولايت کې يوې محکمې يو سيمه ئيز مقام داداري فساد په تور په يوکال او څلورو مياشتو بند محکوم کړ .
ددايکنډي ولايت دکار، ټولنيزو چارو ،شهيدانو اومعلولينو په رييس غلام محمد فرزام داداري فساد تور لګول شوى دى.
په ده تور لګول شوى دى چې په جعل سره يې خيالي شهيدان او معلولين جوړول اوله دې لارې يې زياتي پيسې ترلاسه کولې .
ددايکنډي دښاري ابتدائيه محکمې قاضي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوى دشتو سندونو او شواهدو په پام کې نيولو سره ددغه ولايت دکار ،ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو رييس داداري فساد په تور په يو کال او څلورومياشتو بند محکوم کړى دى .
مخکې له دې هم  ددايکنډي ولايت دپوهنې رييس او مستوفي له نهو تنو نورو دولتي کارکوونکو سره داوولسو مليونو افغانيو داختلاص  په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته