کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
شپږ تنه وسله وال طالبان نن په زابل ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه په شاجوى ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د زابل ولايت دسيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل په وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان د دوى دبريد په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې
0 د یوې دقیقې څخه لږ