امنیت

څلورتنه پوليسان ټپيان شول

کابل باختر دکب څوارلسمه :
د پوليسو څلور تنه افسران پرون دنيمروز ولايت کې د يوبندي د سپرلۍ موټر د چپه کيدو له امله ټپيان شول.
دغو افسرانو يو بندي له زرنج ښارڅخه د فراه ولايت ته ليږدول او د دوى د سپرلۍ  موټر د چپه کيدوله امله ټپيان شول .
دنيمروز د والي ويندوى احمد عرب دغه خبر تاييد کړ او باخترآژانس  ته يې وويل  چې دپيښې ټپيان د هرات او زابل د ولايتونو روغتونو ته ليږدول شوي دي او د يوتن ټپي روغتيايي حالت چې دپوليسو افسر دى؛ خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته