ټولنه

دسالنګ لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانستل شوه .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
دسالنګ لويه لاره تيره شپه له دواړو لورو څخه دوسايطو دتګ راتګ لپاره پرانستل شوه .
دسالنګونو دساتنې او څارنې رييس انجنير عبدالبصير حبيبي  باختراژانس ته وويل چې دسالنګ لويه لاره له شپږ ديرشو ساعتونو وروسته  دټولو مسافرو وړونکو او باروړونکو وسايطو پرمخ پرانستل شوه .
ده زياته کړه چې په سالنګونو کې واوره دوه نيمو مترو ته رسېږي او په پنځلسو ځايونوکې واورې ښوئيدلې   وه خو دنيول شويو تدبيرونوله امله چاته زيان ونه رسيد او ددغې ادارې کارکوونکو له سړک  څخه واروه لرې کړې ده .
دسالنګ لويه لاره دسختو بادونو د چليدو او دواورې دپرله پسې اورښتونو په دليل دترافيکو پرمخ  تړل شوې وه .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته