امنیت

سترپاسوال محمدايوب سالنګي د غزني ولايت پوليس وستايل

کابل باختر د سلواغي  لسمه :
د غزني ولايت پوليس د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره بشپړ تياري لري.
دغه ټکى دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چاروسترمعين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي په غزني ولايت کې دملي پوليسو دځواکونو دتياري دبهير دکتنې په وخت کې څرګند کړ.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې لومړى دغزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د امنيت د تامينولوپه لاره کې دملي پوليسو  د تيارى  ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په غزني ولايت کې ميشت امنيتي ځواکونه ښه همغږي لري او دغزني ولايت خلکو له امنيتي ځواکونو په تېره بيا له ملي پوليسو سره صادقانه همکاري لري .
ده ډاډڅرګندکړچې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات او د ثقافت د جشن مراسم به د سولې او امنيت په فضاکې ترسره شي.
وروسته د امنيتي چارو ستر معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي د پوليسو  د منسوبينو د سرښندنې او ځان تيريدنې د ستاينې په ترڅ کې وويل چې ملي پوليس د هيواد له نورو امنيتي ځواکونوسره په مشارکت کې د بشپړامنيتي مسووليت  د ترلاسه کولواو په ټول هيوادکې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د امنيت د تامينولوپه لاره کې بشپړتياري لري او هيچاته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو امنيت ګډوډ کړي.
د امنيتي چارو ستر معين دغه راز د انتخاباتو د ترسره کولوپه بهيرکې  په بشپړې  بې طرفي باندې ټينګار وکړ او ويې ويل: دپوليسوهيڅ منسوب د نوماندانو او د راى ورکوونکو د راى ورکولو د مرکزونو د امنيت له تامينولو پرته نه شي کولى  دکوم نوماند په ګټه او يا تاوان فعاليت وکړي .
ددغې کتنې په پاى کې د ملي پوليسو  يو شمېر منسوبين چې د دندوپه ترسره کولوکې يې وړتيا ښودلې وه؛ د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو د سترمعين  سترپاسوال محمد ايوب سالنګي له خوا د مډالونواوستاين ليکونوپه ورکولو سره  وستايل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته